د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د عربي نړۍ وتلي شنوونکي عبدالباري عطوان نن یکشنبې د وري ۲۶ مه په اشغالي سیمو د ایران د متقابل راکیټي بریدنو څخه په هرکلي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: سیمه یوه نوي پړاو ته ننوتلې ده.
د القدس عربي ورځپانې ایډېټر زیاته کړې:اسرائیلو ته یې وښوده چې د ایران مشرتابه په خپله خبره عمل کوي.
عطوان په دې ټوېټ کې راوړي: نور به تل ابیب تصمیم نیوونکی نه وي او امریکا په خپل لوی ډاروونکي ځواک نه شي کولۍ د خپلو مزدورانو ملاتړی و اوسي.
د ایرنا د خبر له مخې د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د شنبې په شپه اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم په نیواک شویو سیمو او مرکزونو باندې په لسګونو بې پیلوټه الوتکې او توغندی بریدونه د صهیونیسټ رژیم د تیریو په ضد دي.
د پیغام پای/
Your Comment