عبدالکبیر: دښمنان اوسني امنیتي او اقتصادي پرمختګونه نه شي زغملي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان دښمنان په هېواد کې روان امنیتي، اقتصادي او سیاسي پرمختګونه نشي زغملی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت دوشنبې د وري ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې د دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د رسنیو د استازو او یو شمېر سیاسي شنونکو په حضور کې د افطار مراسم خبر ورکړی دی.

د سرپرست دولت سياسي مرستيال وويل: د افغانانو او اسلامي نظام پر ضد په بېلابېلو لارو منفي تبليغات روان دي او ژمنې کورنۍ رسنۍ بايد د ټولنې واقعيتونو ته انعکاس ورکړي.

عبدالکبیر وویل: د افغانستان دښمنان په هېواد کې روان امنیتي، اقتصادي او سیاسي پرمختګونه نشي زغملای او له همدې امله هڅه کوي چې د خلکو ذهنیت په منفي لوري بدل کړي، چې بریالي به نه شي.

د دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه: اسلامي امارت د رسنیو او رسنیو له فعالینو ملاتړ کوي او د ملي ګټو او اسلامي احکامو په رڼا کې د سیاسي شنونکو د نظریاتو او مشورو هرکلی کوي.

مولوي عبدالکبير رسنيو او سياسي شنونکو ته په خطاب کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د بې اتفاقۍ پراخې هڅې شوې او اوس اړتيا ده، چې د بې اتفاقۍ د له منځه وړلو او د يووالي د ټينګښت لپاره کار وشي.

نوموړي له نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو ټینګار وکړ، ویې ویل اسلامي امارت نه غواړي له هېڅ هېواد سره یې اړیکې خرابې شي او نړۍ باید د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

د رسنیو استازو او د سیاسي چارو شنونکو د مهمو سیاسي مسایلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د دولت له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .