کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت ارګ جمعه د وري ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د فعالو ترکي خیریه موسسو له چارواکو او استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې ترکي فعالانو وويل چې د بيارغونې، يتيمانو سره د مرستې، د خوراکي توکو د وېش، روغتيا او نورو برخو کې اړو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او ډاډ يې ورکړ چې په افغانستان کې به د غير سياسي موسسو په توګه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
د ترکيې د خيريه موسسو د مسوولينو په وينا، دوى دا مهال د جوماتونو او ښوونځيو د بيارغونې ترڅنګ د افغان دولتي ادارو په همغږۍ د بې کوره مېرمنو لپاره د کار د زمينې د برابرولو، د کوکنارو د بديل کښت او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې په پروژو کار کوي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبير هم د ترکيې د خيريه موسسو د فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل: په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت سره د خيريه کارونو او پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده او په ورته وخت کې يې په هېواد کې د ترکيې د خيريه موسسو د فعاليتونو لپاره د اسلامي امارت له هر راز همکارۍ څخه ډاډ ورکړ.
هغه په ځينو برخو کې له افغانانو سره د ترکيې مرستو ته په اشارې سره وويل: په تېرو څو لسيزو کې د ناکراريو له امله افغانان په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.
په پای کې د سرپرست دولت سیاسي مرستیال ترکیه د افغانستان دوست هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر مثبتو اړیکو او له افغانستان سره د ترکیې پر مرستو ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment