کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د بشري چارو مرستیالۍ، یوناما په یوه راپور کې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د بودیجې له نشتوالي خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) زیاته کړې، له افغانستان سره د مرستې لپاره د اړتیا وړ درې میلیارده ډالرو له جملې یوازې شپږ سلنه مرستې شوې دي.
اندريکا راتوت زياته کړه: په ترلاسه شويو پيسو کې ٢٩٠ ميليونه ډالره شامل دي.
د ایرنا د راپور له مخې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو او ناکراریو د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی او خلک یې له بې وزلۍ سره مخ کړي دي.
د پیغام پای/
Your Comment