کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۳مه شپه د کابل ښار او بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په جوماتونو او عبادت خونو کې د مولا متقیان د شهادت درېیمه شپه او د لوی اختر د لمانځه مراسم ترسره کړل.
يو شمېر علما او شپه روڼوونکی وايي، په دغه شپه یې په افغانستان کې د امنيت، دايمي ثبات او د اسراييلو د بربادۍ لپاره دعاوې وکړې.
د کابل د لوېديځ يوه اوسېدونکي سيد جمال نن چهارشنبې د وري ١٥مه، ايرنا ته وويل، چې په سيد الشهداء جومات کې يې د قدر د ٢٣مې شپې ژوندى کړى دى.
هغه په دې خبرې سره چې سږ کال د قدر په شپه کې د خلکو ګډون د پخوا په پرتله ډېر په زړه پورې و، وویل: موږ د افغانستان د امنیت او د اسرائیلو له منګولو څخه د فلسطین د مظلوم ملت د خلاصون دعاوې وکړې.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکي محمد جواد ناطقي هم وویل: د قدر شپه د خلکو لپاره یو ښه فرصت و، چې له نېکه مرغه د کابل ښاریانو له خوا ښه راغلاست ووایه او د کابل ښار ټول جوماتونه د شپه رڼه کوونکو شاهدان وو.
د کابل دغه اوسېدونکی په جوماتونو کې د خلکو د ډېری حاضرېدو لامل د افغانستان د سرپرست دولت له خوا د امنیت تامین وباله ویې ویل: موږ د خپلو خلکو د اقتصادی ستونزو د خلاصون لپاره دعا وکړه، ترڅو خدای په دې مظلوم ملت رحم وکړه.
د دیني عالمانو له لوري د کابل ښار په جوماتونو او تکیه خانو کې د خلکو حضور پراخ وباله.
حجت الاسلام و المسلمین محمد باقر دانشی چې په کابل کې یو له دیني عالمانو څخه دی ایرنا خبری اژانس ته وویل: د روژې د میاشتې په ۲۳ نیټه په مختلفو پروګرامونو لکه سل رکعته لمونځ او دوه رکعته لمونځونو سره ګڼ شمیر خلکو ګډون کړی وو. د قدر شپه، سترې دعاګانې، توبه او استغفار، دعا او وینا بیا راژوندی کړه.
ښاغلي دانشي وویل: د کابل ښار د شپې رڼه کوونکو د هغو فلسطینیانو لپاره چې له ۷۵ کلونو راهیسې د اسلام د جنایتکارو دښمنانو له ظلم او ځورونې سره مخامخ دي، د خواخوږۍ او خلاصون دعا وکړه.
دغه دیني عالم څرګنده کړه:«شپه رڼه کوونکو له الله ج د فلسطین د مظلوم ملت لپاره د بریا او د اسرائیلو لپاره، چې د هغوی ملاتړې جنایتکاره امریکایې غداره ده، ماتې غوښتنه وکړه».
د افغانستان له بیلا بیلو ولایتونو څخه هم راپورونه ښیی چې د روژې د ۲۳مې شپې د نمانځلو لپاره په جوماتونو او عبادت خونو کې د شیعه او سنی دواړو له خوا د خلکو له جوش او جذبې سره مخ شوی دی.
د غزنی ولایت سیمه ایزو رسنیو د دغه ولایت د کولا سبز په جامع جومات کې د شب قدر د احیا په مراسمو کې د یو شمېر سنی علماو د ګډون خبر ورکړی دی.
د کندهار، باميانو، هرات، مزارشريف، لوګر، لغمان، بدخشان او د پکتيکا ولايت د مرکز اوسېدونکو هم د روژې ٢٣مه شپه په جوش او جذبه تېره کړه.
د پیغام پای/
Your Comment