کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن سه شنبې د وري ۱۴ مه وویل: موږ د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو الوتنه په کلکه غندو، دا کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه او زموږ پر خاوره تېری ګڼو.
فطرت د دې په بیانولو سره چې د افغانستان فضا او حریم باید اشغال نه شي، وویل: موږ له امریکا غواړو چې د افغانستان د فضايي حریم درناوی وکړي او له هغو هېوادونو چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته لاره ورکوي، غوښتنه کوو تر څو امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورنکړي چې د دوی له خاورې تېر شي او د افغانستان هوايي حریم اشغال کړي.
بل خوا د نړیوالو او پوځي چارو کارپوهان په افغانستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو الوتنې یو منظم جنایت بولي.
دوه ورځې وړاندې د پوځي چارو کارپوه خلیل احمد ندیم ایرنا خبري اژانس ته ویلي وو چې بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په فضا کې ګزمې کوي بې له شکه امریکايي الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي.
ښاغلي نادم وویل، د امریکا له خوا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی، دوی یې کوي.
ښاغلي نادم زیاته کړه چې د هر هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه په هر صورت د غندلو وړ ده او موږ یې یو ناوړه عمل ګڼو.
د نړیوالو چارو کارپوه لطیف سجادي هم ایرنا ته وویل چې د امریکا له خوا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه د نړیوالو قوانینو او دودونو له مخې یو منظم جرم ګڼل کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment