AP ۱۴۰۳ وری ۱۵ ۱۲:۱۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85433553
T T
۰ Persons
د عراق مقاومت د «حیفا» هوايي ډګر د بې پیلوټه الوتکې د برید هدف وګرځاوه

کابل- ایرنا- د عراق په اشغال شویو سیمو کې د حیفا هوايي ډګر د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه کړ.

د ایرنا خبري آژانس د عراق د العهد خبري آژانس له قوله وايي، د عراق اسلامی مقاومت غورځنګ نن چهارشنبې د وري ۱۵ مه اعلان وکړ چې په غزه کې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته یې یو ځل بیا ځواب ورکړی دی .

مقاومت زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم د اډو ماتولو ته به دوام ورکړي او دا کار یې د ښځو او ماشومانو په شمول د بې دفاع فلسطینی ملکي وګړو په خلاف د صهیونیستانو د جنایت په ځواب کې کړی دی.

د تېرې جمعې په شپه د عراق مقاومت د نیواک په ګولان کې یو پوځی هدف د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې په نښه کړ او د دوشنبې په سهار یې هم اعلان وکړ چې په ایلات بندر کې یوه پوځی اډه د بې پیلوټه الوتکې د حملې هدف وه.

د ایرنا د خبر له مخې؛ دغې ډلې له دې مخکې په تېرو عملیاتو کېې نیواکګرو سیمو ته خبرداری ورکړی وو که چیرې صهیونیستي رژیم په غزې تراډه خپلو بریدونو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم د پوځونو پر ضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی .

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .