کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې نن دوشنبې د وري ۱۳ مه د اوزبیکستان د ریل پټلۍ ادارې له مرستیال حکمت الله رحمت اوف سره د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې د اوزبیکستان د ریل پټلۍ ادارې مرستیال حکمت الله رحمت اوف وویل چې هېواد یې غواړي د افغانستان پر سوداګریزو مالونو د ریل پټلۍ تعرفه ۵۰ سلنه راټیټه کړي.
د هېواد د اوسپنې پټلۍ اداره هم وايي، اوزبیکستاني پلاوي ژمنه کړې چې د بلخ ولایت په نایاب اباد سټېشن کې به د تازه مېوو او سبزیو د کښته کولو، بارولو او ذخیره کولو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د هېواد تازه مېوې او سبزيجات له کومې ستونزې پرته د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادر شي.
د پیغام پای/
Your Comment