AP ۱۴۰۳ وری ۱۲ ۱۰:۱۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85431304
T T
۰ Persons
کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد پروژې د سروې چارې پیل شوې 

کابل- ایرنا- کابل – ایرنا – کابل ته د پنجشیر سیند د دوه متر مکعب اوبو د انتقال د ۱۲۰ کیلومتره پروژې سروې پیل شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر شنبې د وري ۱۱ مه د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او انرژۍ وزارت د سروې او ډیزاین ریاست له ورغلي پلاوي او د ترکي (SKM) نړیوال شرکت سره د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم د لیدو خبر ورکړی دي.

د پنجشېر والي په دې کتنه کې وويل: ولايتي اداره چمتو ده چې د پنجشير له بحيرې څخه کابل ته د اوبو د ليږدونې د پروژې په پيل او دوام کې هر ډول همکاري وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د سرپرست دولت د انرژۍ، اوبو او برښنا وزارت د سروې او طرحې مشر محمد عارف مومند وویل: د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژه یو له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، هغه لويې پروژې چې د کابل د تره خېلو تنګي د بازارک له برخو څخه پيل شوې وې د شاوخوا ١٢٠ کيلومترو په اوږدوالي سره پای ته رسېږي.

هغه زياته کړه، له يوه مطلوب شرکت سره د تړون په لاسليک کولو سره به په نږدې راتلونکي کې د دې پروژې عملي کار پيل شي او په بشپړېدو سره به يې د کابل ولايت د څه باندې دوه ميليونو خلکو د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

خو د ترکيې شرکت (SKM) استازي ډاکټر فرساد په دې ناسته کې د افغانستان د ولايتي ادارې له مشرتابه او خلکو سره ژمنه وکړه چې نه يوازې د افغانستان د انرژۍ او اوبو په برخو کې، بلکې په ټولو برخو کې به ونډه اخلي، هغه سیمې چې د دې هیواد د اوسېدو لپاره اړین دي.

د ترکي شرکت استازي دا هم وويل، چې غواړي په دغه هېواد کې په لويو پروژو کار او پانګونه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .