حنفي: افغانستان کې د پوليو ناروغي له منځه تللې/ د سرطان د درملنې روغتون باید جوړ کړای شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست  دولت د اوزبیک توکمه اداري مرستیال وايي، په افغانستان کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت ارګ نن پنجشنبې د وري ۹ مه سهار په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا سازمان سیمه ایز رییس ډاکټر ټیډروس ادهانم ګبریس او ډاکټر حنان بلخي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې اترې وکړې.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټیډروس ادهانم وویل: د پولیو ناروغي د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی او له نېکه مرغه دا ناروغي په افغانستان کې تر ډېره له منځه تللې ده.

ډاکټر تیدروس زیاته کړې، د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې له دې سازمان سره د اسلامي امارت هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان سیمه ییز مشر ډاکټر حنان بلخي په افغانستان کې د پولیو د تشخیص د لابراتوارونو د پیاوړتیا او د روغتیايي سکتور متخصصینو ته د فیلوشپ د فرصتونو د برابرولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له دغه سازمان سره د همکارۍ اعلان وکړ.

بلخي زیاته کړه: د روغتیا نړیوال سازمان هم هڅه کوي چې روغتیايي مرکزونه پیاوړي کړي.

د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول هیواد کې امنیت تامین شوی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، تجارت او استعمال او اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللي، په نشه يي توکو روږدي کسان راټول شوي او همدارنګه د فلج ناروغۍ د تخنیکي ټیمونو لخوا په مکرر ډول د واکسیناسیون په ترڅ کې د افغانستان له ټولو سیمو څخه ماشومان او پولیو پاک شوي دي چې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي.

حنفي له نړيوال روغتيايي سازمان څخه وغوښتل، چې د ښه مجهز لابراتوارونو په نصبولو، د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي روغتونونو په جوړولو، د روغتيايي متخصصينو د مسلکي ظرفيتونو د لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغي د درملنې لپاره د مجهز روغتون په جوړولو سره د روغتيايي سيستم د پياوړتيا په برخه کې همکاري وکړي. 

د ایرنا د راپور له مخې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د معلوماتو له مخې د امریکا په مشرۍ د ناټو د شل کلن اشغال په ترڅ کې په سلو کې شپیته افغانان له معیاري روغتیايي خدمتونو بې برخې وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .