AP ۱۴۰۳ وری ۸ ۹:۵۷
Journalist ID: 5513
News ID: 85428374
T T
۰ Persons
د سوداګرۍ او ترانزیت د ستونزو حل د متقي او خرم اغا د خبرو ټکی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال وزیر سره د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال محمد خرم اغا سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

ښاغلي متقي په یادو سکتورونو کې پر شته ستونزو او د هغو د حل په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د ستونزو د حل لپاره اړین دی.

خرم اغا په دې ناسته کې وویل: دوی د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مسوولینو سره خبرې اترې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به د یادو سکتورونو ټولو ستونزو ته د حل لاره ومومي.

دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا او دغه راز د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرینو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د دغه هېواد د سوداګرۍ د وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د پاکستان یو سوداګریز پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه د دوشنبې په ماښام کابل ته راغی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .