کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ پاکستاني رسنیو نن سه شنبې د وري ۷ مه راپور ورکړی دی، چې ټاکل شوې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو اجباري لړۍ دویم پړاو پیل شوی او کابو یو میلیون کډوال به وایستل شي.
د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي، دغه لړۍ ښايي د سږ کال په اوړي کې پیل شي او د دغه کډوالو د ځای ځایګی معلومولو لپاره د عمل کړنلاره او کارتونه سیمه ییزه ادارو ته لېږل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی منشي عابد مجید پاکستاني رسنیو ته ویلي: موږ د نقشې جوړولو پروسه لا دمخه پیل کړې ده، دا پروسه به له روژې وروسته ګړندۍ شي او موږ هیله لرو چې دا به د روان کال د اپریل تر 30 پورې بشپړ شي.
ډان ورځپاڼې د یوه بل چارواکي له قوله لیکلي، تر اوسه څرګنده نه ده، چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به کله پیل شي، خو ښايي دا بهیر د اوړي د موسم په پیل کې د فدرالي حکومت تر تصویب وروسته پیل شي.
د ايرنا د راپور له مخې، د کډوالو د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې له دوه ميليونو څخه زيات افغان کډوال ژوند کوي.|
د پیغام پای/
Your Comment