AP ۱۴۰۳ وری ۷ ۱۲:۲۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85427660
T T
۰ Persons
یوه الماني موسسه د تخنیکي زده کړو برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یوې آلمانۍ موسسه د همکارۍ خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو دوشنبې د وري ۶مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه ریاست د پلان او ستراتېژیکو د همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د " «هلپ جرمني» موسسه له رئیس فریدون حمیدي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د تخنیکي او مسلکي پروګرامونو د روزلو په اړه خبرې وکړې.

د دغه موسسې مشر فريدون حميدي وويل: دوى په هرات، بادغيس فراه او غور ولايتونو کې د ځوانانو لپاره د فني او حرفوي زده کړو اسانتياوې برابروي او په دې برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د دغه رياست د پلان او ستراتيژيکې د همغږۍ رييس مولوي نيک محمد نېکمل وويل: د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست د دغه پروګرام په تطبيق کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

دواړو خواوو پریکړه وکړه چې د دواړو بنسټونو ترمنځ د تفاهم یادداشت پر بنسټ د همکارۍ پروسه پیل کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .