AP ۱۴۰۳ وری ۵ ۱۰:۵۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85425789
T T
۰ Persons
په ۲۰۱ قول اردو کې ۱۰۰ عرادې ډول ډول پوځي وسایط رغول شوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ملي دفاع وزارت په ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې د ۱۰۰ عرادې ډول ډول پوځي وسایطو د بېرته رغولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت مسوولینو نن یکشنبې د وري ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د هاموي، انټرنشنل ډمپر، رنجر او فورډ کلیپ په ګډون ۱۰۰ پوځي وسایط د ۲۰۱ قول اردو حمایوي کنډک د تخنیکي مدیریت په ورکشاپونو کې بېرته جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو کړای شول.

خبرپاڼه زیاتوي: دغه وسايط او وسايل په بيت المال پورې اړه لري او په ساتنه او پالنه کې يې له ډېر احتياط او دقت څخه کار اخستل کېږي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په تېر حکومت کې د تخنیکي ستونزو له امله له دغو موټرو کار نه و اخیستل شوی، خو د چارواکو د هڅو په پایله کې له ترمیم وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې امریکايي پوځیانو له افغانستانه د وتلو پر مهال خپل زیاتره پاتې پوځي وسایط له منځه وړي وو، چې ځینې یې د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت له خوا ترمیم او د چارواکو په وینا، د پاتې نورو د ترمیم لپاره کار روان دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .