AP ۱۴۰۳ وری ۵ ۹:۳۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85425634
T T
۰ Persons
د متقي او احمد شکېب په لیدنه کې د کابل او اسلام آباد د اړیکو څېړل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان کې د افغانستان سفارت له سرپرست سره لیدنه او د دواړو هېوادونو په وروستیو تحولاتو یې خبرې اترې کړې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو شنبې د وري ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې پاکستان کې د افغانستان د سفارت له سرپرست مولوي سردار احمد شکېب سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

سردار احمد شکیب له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو کتنو راپور د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره شریک کړ او د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د سفارت د سرپرست د راپور له وړاندې کولو وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست ته د دواړو هېوادونو د حالاتو او اړيکو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د ایرنا د راپور له مخې د کابل او اسلام اباد اړیکې د پاکستان د هغو تورونو له کبله خړې پړې شوې چې ګواکې سرپرست دولت د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .