کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صعنت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندازاده نن شنبې د وري ۴ مه له ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې و ویل: چې په ۱۴۰۲ کال کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه ۲ میلیارد او ۲۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
اخوندزاده وويل، د افغانستان او ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د دوه ميليارد او ٢٥ ميليونو ډالرو په ارزښت د سوداګريزو راکړو ورکړو له جملې څخه ٣٣ ميليونه ډالره صادرات او يو ميليارد ٩٩٢ ميليونه ډالره واردات دي.
د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان په صادراتو کې پنبه، شمع، تل، ترنکۍ، ممیز، مۍ او لوبیا شامل دی.
د اخوندزاده د معلوماتو له مخې، له ايران څخه افغانستان ته په وارد شويو توکو کې ډيزل، پټرول، ګاز، سمنټ، برېښنا، بانجان او د صنعتي فابريکو خام مواد شامل دي.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان سرپرست دولت ټینګار کوي چې له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې د ایران د اسلامي جمهوریت د بندر عباس او چابهار بندرونو له لارې تېرېږي.
د افغانستان سرپرست دولت په چابهار کې څه باندې ۳۵ میلیونه ډالره پانګونه کړې چې له پاکستان څخه پرې سوداګریزې لارې بدلې کړي.
د پیغام پای/
Your Comment