کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د سکي فدراسيون مشر محمد داوود کارګر نن شنبې د کب ١٩مه وويل: د سکي د ملي ټيم د انتخاب سيالۍ د باميانو، ميدان وردګو او کابل ولايتونو د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې چې د بامیانو ورزشکارانو په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
ښاغلي کارګر د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د هېواد د سکي د ملي لوبډلې د غوره شخصیتونو پېژندنه وبلله وې ویل: دغه سیالۍ د هېواد د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست په مالي مرسته د لویانو او ځوانانو د عمر کټګورۍ لپاره تر سره شوې.
د ایرنا د راپور له مخې، سکي یو له هغو پنځو ژمنیو لوبو څخه ده، چې هر کال د ژمي په موسم کې په بامیانو ولایت کې د هېواد د ورزشي ادارو له خوا ترسره کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment