په غزه کې تر یو میلیون زیات ماشومان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي

کابل- ایرنا-  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې پر غزې د اسراییلو له یرغل څلور میاشتې وروسته په دې جغرافیه کې تر یو میلیون ډېر ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو (سه شنبې د کب ۸ مه) وویل: په غزه کې له ۹۵ سلنې څخه زیاتو کورنیو ماشومانو ته د زیاتو خوړو د برابرولو په خاطر د لویانو لپاره د خوراکي توکو برخه کم کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان همداراز زیاته کړه: موږ اړتیا لرو چې د غزې د تراډې خلکو ته په خوندي او نامحدود ډول بشري مرستې ولېږو.

د خوړو د حق په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مایکل فخري له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې خوراکي توکو ته له لاس رسي مخنیوی جنګي جرم دی او د نسل وژنې د وضعیت لامل کېږي او اعلان یې وکړ چې اسراییلو په قصدي ډول فلسطینیان له لوږې سره مخ کړي دي.

مایکل فخري زیاته کړه: اسراییل باید د جنګي جنایتونو او د فلسطینیانو د لوږې د وژلو په قصدي عمل تورن شي.

نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې په غزه کې د بشري مرستو د رسولو د مخنیوي او په قصدي ډول د کب نیولو د کوچنیو کښتیو، شنو خونو او باغونو له ویجاړولو پرته هېڅ دلیل نشته چې خلک له خوراکي توکو بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: په قصدي توګه د خلکو له خوراک څخه محرومول په ښکاره توګه یو جنګي جنایت دی، اسراییلو د فلسطین د خلکو د ټول یا د یوې برخې د ویجاړولو اراده ښودلې ده - یوازې له دې شواهدو سره چې دوی فلسطینیان دي.

هغه په دوام وویل: زما په نظر د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د کارپوه په حیث دغه حالت نسل وژنه ده او دا په دې مانا ده چې اسرائیل په بشپړه توګه مجرم دي، باید حساب ورسره وشي او دغه حساب یوازې په دغه شخص یا هغه شخص یا دغه کابینې او یا بلې کابینې پورې محدود نه دی.

فخري، چې د اوریګون په پوهنتون کې د حقوقو استاده ده، خبرداری ورکړ: په کوچنیانو کې د خوارځواکۍ کچه هم د حیرانتیا وړ ده، بمباري او د خلکو مستقیمه وژنه وحشیات دی، مګر دا لوږه دردونکې او وحشتناکه ده، دا به د خلکو په فزیکي، معنوي او اخلاقي توګه اوږد مهاله اغیزه ولري، ټول شواهد ښيي چې دا کړنې قصدي دي.

د لوږې او سختې خوارځواکۍ مسله په غزه کې عامه ده او شاوخوا ۲.٬ ملیون فلسطینیان د صهیونیستی رژیم د اقداماتو له امله خوراکي توکو ته د لاسرسي د مخنیوي او د خوراکي توکو ، درملو او نورو بشري مرستو د محدودولو له امله له سخت کمښت سره مخ دي.
په رفح کې چې اوس مهال د صهیونیست رژیم د پوځی بریدونو تمرکز دی ، ۲۵ سلنه ماشومان چې عمرونه یې له دوو کلونو کم دي په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین د مقاومت ډلو د تلې میاشتې له ۱۵مې له غزې (سویلي فلسطین) څخه د صهیونیستي رژیم د څو لسیزو جنایتونو په غبرګون کې د دغه نیواکګر رژیم په خلاف د «الاقصی طوفان» په نوم ناڅاپي عملیات پیل کړل، د فلسطین او اسرائیلو او حماس تر منځ د ۱۴۰۲ کال د غوايي په ۳ مه د څلور ورځنی موقت اوربند او یا هم د بندیانو د تبادلې په لړ کې د فلسطینیانو جګړه جګړه ودرېده.

په جګړه کې دې وقفې ۷ ورځې دوام وکړ او بالاخره د جمعې په ورځ د وږي په ۱۰ مه لنډمهاله اوربند پای ته ورسېد او اسرائیلي رژیم بیا پر غزې بریدونه پیل کړل، دغه رژیم د «الاقصی طوفان» د ناڅاپی عملیاتو د غچ اخیستو او د هغه د ناکامۍ د جبرانولو او د مقاومت د عملیاتو د بندولو لپاره، د غزې د تراډې لارې بندې کړې او په دغه سیمه باندې بمبارۍ پيل کړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .