کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، چې نن (یکشنبې د سلواغې ۲۲ مه) یې کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د انقلابي بریا د ۴۵ مې کلیزې په لمانځ غونډه کې وینا کوله و ویل: د ایران د اسلامي انقلاب د بریا راز د دغه هېواد د میلیونو نارینه او ښځو د یووالي او اتفاق ثمره ده، زه د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د دغه ورځې مبارکي د ایران سفیر، دیپلوماتانو او د دوی له لارې د ایران دولت او شریف ملت ته وایم.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، څرنګه چې ښکاري په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ اړیکې په بېلا بېلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي او نورو برخو کې د پام وړ پراخه شوې دي.
د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې افغانستان او ایران د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب پر اساس باید د باور جوړونکې پر خوا خوځېدلی او دې پایلې ته رسېدلي، چې د دواړو هېوادونو ګټه د اصولو او ګټو پر اساس باید ولاړه وي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړه: د دواړو هېوادونو ګډ تاریخي، مذهبي، کلتوري او ژبني مخینه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا لامل شي، ځکه چې د افغانستان د اسلامی بهرنیو چارو وزارت سرپرست متقي صیب د روان کال مرغومي په ۲ مه نېټه د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کانفرنس کې ګډون وکړ او د دغې غونډې په څنګ کې یې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره ګټورې او ارزښتمنې دوه اړخیزې کتنې وشوې، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې زياتوالى راغلى دى.
ښاغلي ستانکزي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: اقتصاد او سوداګري د دوه اړخیزو او اقتصادي تعاملاتو په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو له مهمو برخو څخه دي او د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ اقتصادي اړیکې تل د پراختیا په حال کې دي.
د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي د ایران اسلامی جمهوریت ته د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادی مرستیال سفر ته په اشارې سره وویل: د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال عبدالغنی برادر په مشرۍ ۳۰ کسیزه پلاوی د روان کال د مرغومي له ۱۳مې تر ۱۹مې نیټې پورې ایران ته سفر وکړ، چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې ګڼ تړون لاسلیک کړل، چې اوس د دغو تړونونو د عملي کولو هڅې روانې دي.
ښاغلي ستانکزي وویل: په عدلي او قضايي څانګه کې مو د ایران اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي قضايي پلاوي کوربه توب وکړ چې له امله یې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د زړه له کومې مننه کوم.
د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی دې ته په اشارې سره چې اسلامی امارت د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول له ګاونډیو هېوادونو سره د ملګرتیاو پراختیا او پیاوړتیا غواړي او په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او امنیتي برخو کې د دغو تعلقاتو په دوام ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د سرپرست دولت له جوړېدو سره د افغانستان او ايران اسلامي جمهوريت تر منځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شوې او د دواړو هېوادونو چارواکو په دې موده کې د همکاريو ډېر تړونونه لاسليک کړي دي.
د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو په ځلونو ټینګار کړی چې د ایران اسلامی جمهوریت سره په ګډه د بهرنیو لاسونه له سیمې څخه لنډوي.
د پیغام پای/
Your Comment