کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د سرپرست دولت ارګ نن (پنجشنبې د سلواغې ۱۹مه) د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وینا د «اسلامي نظام د پیاوړتیا او یووالي» تر سرلیک لاندې غونډه کې چې پرون د قومونو او قبایلو وزارت له خوا جوړه شوې وه خپره کړې ده.
په دې ولسي غونډه کې د مرکزي زون د اوو ولایتونو قومي مشرانو او علماوو او د سرپرست دولت د کابینې یو شمېر غړو برخه اخیستې وه.
په همدې حال کې د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ټولو قومونو د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو سره ملي یووالی ساتلی دی.
مولوي عبدالکبیر وویل: د ویاړ خبره ده چې د تېر په څېر افغانستان د کورنیو جګړو پر ځای له جهاد وروسته اسلامي نظام لري او هېوادوال یې تر همدې بیرغ لاندې ژوند کوي.
د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې د نظام د تخریب او د افغانانو په منځ کې مرګ ژوبله رامنځته کړي.
مولوي عبدالکبیر وویل: لکه څنګه چې اسلامي امارت د افغانستان د امنیت لپاره هلې ځلې کوي، د سیمې د هېوادونو په ګډون د ټولې نړۍ امنیت هم غواړي.
د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د ځینو منفي تبلیغاتو پر عکمس نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه نه ده او په دې برخه کې دې حکومت خپل مسوولیتونه پوره کړي.
نوموړي په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې غواړي او اوس په ۳۸ هېوادونو کې د افغانستان استازي لري.
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې د ملي یووالي د اسلامي امارت په حکومتولۍ کې شعار نه، بلکې په رښتیني مانا عملي کېږي.
د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي يادونه وکړه، چې د خلکو يووالى کولاى شي د دښمن هڅې شنډې کړي.
د سرپرست دولت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري وويل، چې نظام د خلکو د ستونزو د هواري مسووليت لري.
ښاغلي نوري وویل: څرنګه چې په اسلام کې د اقلیت او اکثریت مسله نشته، نو له همدې امله اسلامي امارت ټولو افغانانو ته مساوي حقوق ورکوي او له ژبني او سیاسي مسایلو یې ډډه کړې ده.
د شیعه عالمانو او مشرانو جرګې مشر سید حسین فاضل زاده وویل، شیعه او سني افغانان د اسلامي امارت تر څنګ دي او د شیعه وګړو وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
ښاغلي فضل زاده له خلکو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د دښمن او بهرنیانو لاسوهنې ته اجازه ورنکړي.
د پیغام پای/
Your Comment