کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د ختیځ خراسان رضوی ولایت د تایباد ولسوالۍ سرپرست مهدي شیردل تېره ورځ شنبې له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، په دغه صادر شویو محصولاتو کې ۳۵ زره ټنه کچالو، ۱۰ زره او ۷۰۰ ټنه مڼې، درې زره او ۵۰۰ ټنه مالټې او ۱۷ زره او ۸۰۰ ټنه نور ټول کرنیز محصولات شامل دي.
ښاغلي شېردل زیاته کړې، یو وخت ۳۰ زره او ۵۰۰ ټنه کرنیز محصولات افغانستان ته ترانزیټ شوي، چې کنجد، ممیز، می او نورې روغني دانې یې له مهمو محصولاتو څخه وو.
د تایباد ولسوالۍ سرپرست د افغانستان څخه د دوغارون له لارې د کرنیزو محصولاتو وارداتو ته اشارې کړې ویلي دي، چې د کال له پیل نه د مرغومي میاشتې تر پای پورې ۱۰ زره او ۵۰۰ ټنه ممیز، کنجد، رویجې، او ګیايي دانې د افغانستان څخه د دوغارون له لارې وارد شوي دي.
هغه د دې په څرګندولو سره چې سلو افغاني او ايراني لاريو ته روغتيايي جوازونه ورکول کېږي، زياته کړه: هره ورځ له دوغارون څخه تر ٣٠ زياتې افغاني لارۍ هر ډول کرنيز محصولات افغانستان ته صادروي او د دې شمېر زياتوالى د افغانستان په بازار پورې اړه لري.
شېردل وويل: تېر کال د افغانستان د ترانزيتي توکو تر ټولو زيات منزلونه عراق وو، چې د ٢٠٨٠٠ ټنو وزن په لرلو سره، متحده عربي اماراتو د ٩٥٠٠ ټنو او ترکيې د ٣٧٠٠ ټنو وچې مېوې ورسېدې.
ده زياته کړه: د دوغارون سرحدي ګمرک دهېواد په ختيځ کې يو له اقتصادي مرکزونو څخه دى چې له سلو کلونو څخه زيات عمر لري، چې له دې سیمې څخه افغانستان ته د توکو صادرات د دغه هېواد د اړتیا وړ توکو په برابرولو کې لوی رول لوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د دوغارون پوله او ګمرک له تايباد ښار څخه ۱۸ کيلومتره واټن لري او د ایران اسلامي جمهوريت له پنځو سترو اقتصادي بندرونو څخه دى.
د دغه ګمرک تر ټولو لوی کار د بندر عباس له لارې د مالونو لیږد دی. د افغان، پاکستاني او کله ناکله هندي سوداګرو او د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو مالونه د فارس خلیج د هېوادونو له لارې د بندر عباس او بندر لنګه ګمرکونو او له هغه ځایه د دوغارون رسمي بندر ته لېږدول کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment