کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن (سه شنبې د لیندۍ ۲۱ مه) په یوه خبرپاڼه کې له اهل تشیع علماوو سره د افغانستان د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې سید محمد حسن شریفي بلخابي د نورو په استازیتوب خبر وکړې، په هېواد کې یې له سرتاسري امنیت او د ټولو له بېلا بېلو پاړکیو خلکو سره یې د اسلامي امارت د چارواکو نېک چلند څخه خوښي وښوده.
ښاغلي بلخابي زیاته کړه، چې ټول اهل تشیع په ځانګړې توګه علما او مخور یې د یوالي، هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره تل د افغانسان د اسلامي امارت همکاره دي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغه ونه کړي.
بلخابي دغه راز د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل تر ځوانانو ته د کار، تعلیم، تربیې او د هېواد په ټولو برخو په ځانګړې توګه مرکزي سیمو کې پرمختیايي پروژو ته پاملرنه زیاته کړي.
د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشیع علماو او مشرانو سره له لیدنې خوښې وښوده ویې ویل، اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو او مشرانو په ځانګړې توګه د خلکو د ستونزو په لرې کول او د چارواکو تر غوږونو پورې د هغوی د پیغامونو رسول څخه مننه کوي.
ښاغلي حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه زیاته کړه، چې اسلامي امارت خپلو شته امکاناتو ته په کتو په یادو شویو برخو کې د ستونزو ته رسیدګي کوي.
د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال د هېواد له ټولو علماوو او مخورو وغوښتل تر څو د خلکو یوالي او ذهنونو د روښانه کولو برخه کې هڅې وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment