غزه کې د بشري حقونو نقض د لوېدیځو دولت د بشري حقونو مدعي بنسټو ته نه جبرانېدونکی زیان رسولی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، غزه کې د بشري حقونو نقض د لوېدیځو دولت د بشري حقونو مدعي بنسټو ته نه جبرانېدونکی زیان رسولی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه (چهارشنبې د لیندۍ اوله) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فسلطین د اسلامي غورځنګ ځواکونو او غاصبو صهیونیستانو تر منځ لنډ مهالي اوربند ته غبرګون ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، د غزې په بې دفاع خلکو د صهیونیستي رژیم د پرلپسې بمباریو یوه نیم میاشت وروسته چې په کې له ۱۴ زره زیات ملکي وګړي په کې شهیدان شول او صهیونیستي ځواکونو ډول بشري حقونه په کې تر پښو لاندې کړل دا اعلان چې د څلورو ورځو لپاره یې اوربند کړی د ملکي تلفاتو د مخینوي لپاره یو مثبت ګام دی.

د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوربند اعلان او په دې برخه کې د قطر دولت فعاله دیپلوماسي او د غزې خلکو ته د بشري مرستو رسېدلی د ستاینې وړ دي او اړینه ده، چې د غزې د خلکو د ژغورلو لپاره اوربند تل پاتی شي.

اعلامیه کې زیاته شوې: په غزه کې د بشري حقونو د نقض په اړه د لوېدیځو دولتونو او د بشر د حقونو د مدعیانو دوه ګونی چلند او د صهیونیسي رژیم له خوا د ټولو بشري حدوونو ماتونه، د هغوی باور ته نه جبرانېدونکی زیان رسولی دی.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د فلسطین د قضیې د حل جامع او تل پاتې حل لار دا ده، چې د فلسطین د خاورې اشغال پای ته ورسول شي او فلسطینیانو ته هم دا حل ورکړل شي، چې د نورو ملتونو په شان په خپل قلمرو کې یو خپلواک دولت ولري.

د یادونې ده، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت خوځښت یا حماس تېره ورځ د اسرائیلو له غاصب رژیم سره د لنډ مهالي اوربند خبر ورکړی وو.

د دغه هوکړې پر اساس به ۱۵۰ فلسطیني زندانیان چې زیاتره یې مېرمنې او ماشومان دي له ۵۰ تنو صهیونیستانو سره چې د حماس سره دي تبادله کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .