AP ۱۴۰۲ زمری ۲۶ ۱۰:۳۱
Journalist ID: 5495
News ID: 85201157
T T
۰ Persons

Tags

د کرنې وزارت مسولینو د کانال اړوند کرنیزو ځمکو لیدنه وکړه

ننگرهار- ایرنا- د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د ننګرهار کانال  د یو شمیر غضب شوی  او د کانال اړوند څلورم فارم کې يو شمېر مخروبه ځمکو نه لیدنه وکړه.

په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله؛ د ننګرهار و لایت د مطبوعاتو له دفتره به خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ننګرهار کرني رئیس د کرنې وزارت مسولینو ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې د څلورم فارم اړوند دا ځمکې لوی نهر ته نږدې وې او تر دې دمه ترې ګټه نه وه اخیستل شوې، چې اوس يې کرنې او بڼوالۍ ته د کرنيزو شرکتونو پرمټ چمتو کړي او دوی ته يې په قرارداد ورکړي دي.

د نوموړي په خبره چې په نږدې راتلونکي کې به له دې ځمکو په پراخه ګچه حالات ترلاسه کړي، د کرنې ریس دغه راز  په يادو ځمکو کې هغه غاصبين هم د کرنې وزارت مرستیال ته وروښودل، چې د کانال په ځمکو کې يې کورونه جوړ کړي او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې يې خپل تصرف کې راوستي دي.

د کرنې وزارت معين مولوي فضلباري فضلي  د پاتې ځمکو رغولو او د کانال په ځمکه کې يې د اميرالمؤمنين د فرمان له مخې د شته کورونو د تخليې سپارښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې يادو مسئولينو د کانال اړوند په يو شمېر نورو ځمکو ابادولو او ښې ګټې اخيستنې هم خبرې وکړې او په يو شمېر برخو کې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .