د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۲۸ مه د "تهران د خبرو اترو فورم ۲۰۲۵" په غونډه کې او د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورورولۍ او صمیمي اړیکو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې ترسره شوې تعاملات او موافقې ژر تر ژره د اجرا مرحلې ته ورسېږي او پایلې یې د دواړو هېوادونو او دواړو ملتونو د ګډو ګټو په لور څرګندې شي.
د ایران ولسمشر زیاته کړه: بې له شکه د ګډو پروژو په تحقق او د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا سره به د سیمې څېره هم په مثبتو بدلونونو بدله شي.
پزشکیان په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورو اړیکو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې د یو بل په همکارۍ او د سیمې له نورو هېوادونو سره په رغنده تعامل سره وکولی شو خپلو ملتونو ته سوله، امنیت، سوکالي او پرمختګ راولو.
د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم زموږ هېواد ولسمشر ته د قطر د امیر تودې سلامونه وړاندې کړل او په پرانیستونکې غونډه کې یې د هغه د وینا ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا حکیمانه تګلارې سیمه کې د امنیت او ثبات د تحقق لپاره بنسټ کېدای شي.
نوموړي پر سیمه او نړۍ حاکم حساس شرایطو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې وضعیت مقتضا، د سیمې هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پراختیا او نږدې همکاریو دوام دی.
د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر وویل: قطر تل د ایران اسلامي جمهوریت د حق ملاتړی و او د دې هېواد تر څنګ ولاړ دی؛ دا ملاتړ له متقابلې مینې او له سیاست څخه پورته اړیکې، یعنې دیني ورورولۍ څخه راوتلی دی.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړه: تجربې ښودلې چې د ایران اسلامي جمهوریت په وړاندې فشار او تحمیل نتیجه نه ده ورکړې او هغه څه چې ګټور وو، خبرې اترې او تفاهم دي. موږ هیله لرو چې په راتلونکي کال کې د سیاسي مسایلو په ډګر کې د ایران اسلامي جمهوریت لا ډېر بریالیتوب او سرلوړي شاهدان واوسو.
د خبر پایله.