د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن پنجشنبه د غويي میاشتې په ۲۵مه نېټه په دوحه قطر کې د لویو شرکتونو له مدیرانو سره د کار په سهارنۍ ناسته کې ادعا وکړه چې تهران په « یو ډول » د تړون په اصولو موافقه کړې ده.
د فرانسه خبري آژانس هم د ټرمپ په حواله لیکلي: موږ له ایران سره د اوږدمهاله سولې په اړه ډېرې جدي خبرې اترې کوو.
د امریکا ولسمشر وویل: موږ دوه لارې چارې لرو، یوه یې ډېره ښه ده او بله یې تاوتریخجن ده. زه نه غواړم چې دویمه لاره چاره غوره کړم.
هغه د ایراني "ارزانو" او "وژونکو" بې پيلوټه الوتکو ستاینه وکړه او ویې ویل: ما له یوه (امریکايي) شرکت څخه وغوښتل چې په لوی شمېر بې پيلوټه الوتکې تولید کړي. ایرانیان د ۳۵ تر ۴۰ زرو ډالرو په ارزښت ښې بې پيلوټه الوتکې جوړوي.
ټرمپ زیاته کړه: هغه شرکت دوه اوونۍ وروسته خبر ورکړ چې داسې بې پيلوټه الوتکې یې جوړې کړې چې ۴۱ میلیونه ډالره لګښت لري. ما ورته وویل چې زما مطلب دا نه و، زما مطلب بې پيلوټه الوتکې وې چې تر ډېره ۳۵ زره تر ۴۰ زره ډالره لګښت ولري. (دا بې پيلوټه الوتکې) ډېرې ښې، چټکې، وژونکې او وحشتناکې دي.
د ایرنا په راپور، د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په شپه هم د قطر په لوسیل ماڼۍ کې په یوه میلمستیا کې له ایران سره د خبرو اترو په اړه خپلې ادعاوې تکرار کړې، توپ یې یو ځل بیا د تهران میدان ته وغورځاوه او د خبرو اترو د چټکولو غوښتنه یې وکړه او ویې ویل: "دوی باید حرکت وکړي."
ټرمپ ادعا وکړه: "موږ غواړو د ایران سوکالي، ښه فعالیت، بریالیتوب او خوښي ووینئ. زه په نیویارک او واشنګټن ډي سي کې ډېر ایرانیان پیژنم. دوی لوی خلک دي. او موږ غواړو چې دا مسله په سوله ایزه توګه پای ته ورسیږي، نه په وحشتناکه توګه."
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېڅکله به ایران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، په داسې حال کې چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو تل د داسې قصدي درلودل رد کړي دي.
تر اوسه پورې د تهران او واشنګټن ترمنځ څلور پړاوه غیر مستقیمې خبرې اترې شوې دي.
د خبر پایله.