کابل - ایرنا - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) تیر کال د جاپان په همکارۍ د ۳۷۰۰۰ افغان کورنیو لپاره د څښاک د اوبو د رسولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) چارواکو نن یکشنبه د وری ١٧مه، د دې سازمان په ایکس پاڼه کې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه، چې لیکي یې تر ۲۰۲۴ پورې، په افغانستان کلیو تر نږدې ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی ۴۵ کانالونه بیارغول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دې ادارې د ۳۷،۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو لپاره د څښاک اوبو ډاډمن کړی دی ترڅو اوبو ته لاسرسی ښه کړي او د خلک لپاره دندې رامینځته کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژې د جاپان په دوامداره همکارۍ ترسره شوې، چې موږ یې منندوی یو.

د ایرنا په وینا، د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، له ۸۰ سلنې څخه زیات افغانان د څښاک اوبو ته لاسرسی نلري، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا شمېره ۶۵ سلنه بللې ده.

د پیغام پای/