په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د برېښنا شرکت سرپرست اجرایوي رییس عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ، د وری په ۷مه، د قراردادي شرکتونو سره د ۲۰.۷ ملیارد افغانیو په ارزښت د اوو برېښنا تولید پروژو او د برېښنا لیږد دریو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.
د برېښنا تولید په اوو پروژو کې په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د پنځه میګاواټه لمریزې برېښنا، په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا، په هرات ولایت کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د لومړي فاز ۴۳.۲میګاواټه برېښنا، په لوګر ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا، په ننګرهار ولایت کې د ۴۰.۲۵ میګاواټه لمریزې برېښنا، په جوزجان ولایت کې د ۵۰ میګاواټه ګازي برېښنا پروژې شاملې دي چې د برېښنا مجموعي ظرفیت یې ۲۲۸.۴۵ میګاواټو ته رسېږي.
د برېښنا د انتقال په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.
د دې پروژو د تطبیق لپاره کورني او بهرني خصوصي شرکتونه ۲۰.۷ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي چې چارې به یې په معیاري ډول پر ټاکلي وخت بشپړې شي.
د پیغام پای/