په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن چهارشنبه د کب ۲۹ مه په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عواضوف سره وکتل.
دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو او د ټاپ پروژې د چارې پر چټکتیا ټینګار وکړ. د ترکمنستان سفیر په دغه لیدنه کې د ټاپ پروژې په چارو کې د لا زیاتو همغږیو ته په اشارې د دغې پروژې د لارې د نقشې د شریکولو غوښتنه وکړه.
همداراز د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمنستان هېواد سره شریکه شي.
دواړو خواوو د دغې پروژې د چارو د لا زیاتې چټکتیا په موخه د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ پر لیکه باندې د غونډو په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.
د ایرنا د راپور له مخې، ټاپ پروژه د ترکمنستان له ماری ښار څخه د پاکستان کویټې ته د ٥٠٠ کیلو ولټ بریښنا لیږدونکی مزی دی چې افغانستان کولای شي له دې مزي څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.
د پیغام پای/