کابل – ایرنا – په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازې ویلي، تهران د ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکايي چارواکو «بې پروايي او پارونکي څرګندونې» په کلکه ردوي او خبرداری ورکوي، چې هر ډول تیري به جدي عواقب ولري، چې په بشپړ ډول به یې د امریکا متحده ایالات مسوول وي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د کب په ۲۷ مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا رئیس ته په یوه لیک کې وویل: غواړم د امریکا د ولسمشر په ګډون د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو د وروستیو دښمنانه څرګندونو په اړه خپله ژوره اندیښنه او سخته غندنه وکړم.

 په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت لوړرتبه ډیپلوماټ زیاته کړه: پارونکی ادبیات د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور له اساسی اصولو او په تېره بیا د دغې مادې د ٢(۴) مادې خلاف ورزی ده چې د خپلواکو دولتونو په وړاندې د ګواښ او د زور له استعمال څخه منع کوی.

 ايرواني وويل: د ايران اسلامي جمهوريت له نړيوالو قوانينو څخه دغه ښکاره سرغړونې ته په پام سره دغه بې بنسټه او پارونکي څرګندونې په کلکه ردوي او غندي.

 په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمی استازی څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د نړیوالې سولې او امنیت په هکله د خپلو ژمنو په پابندۍ سره به د هرډول دښمنانه اقدام په وړاندې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملی ګټو څخه په کلکه دفاع وکړی.

 د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازی خبرداری ورکړ چې هر ډول تیری به ناوړه عواقب ولري چې د امریکا متحده ایالات به یې په بشپړ ډول مسوول وي.
 د پیغام پای/