کابل- ایرنا- د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وايي، له خبریالانو او رسنیو هر اړخیز ملاتړ کوو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن دوشنبه د کب په ۲۷ مه د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټولو برخو کې له خبریالانو او رسنیو سره هر اړخیز ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: د خبریالانو د مالي ملاتړ د صندوق پر میکانیزم کار روان دی او د پروسې په بشپړیدو سره به له هغو خبریالانو سره همکاري وکړو چې اقتصادي ستونزې لري.

غفران په هېواد کې د نويو رسنيو او خبري اژانسونو رامنځته کېدو ته په اشارې سره وويل: په افغانستان کې د رسنيو وضعيت مخ په ښه کېدو دى، چې د خبري فعاليتونو د پياوړتيا په برخه کې له رسنيو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملاتړ څرګندونه کوي.

د ایرنا د راپور له مخې، نن د کب ۲۷مه د خبریالانو د ملي ورځې سره برابره ده.

 د پیغام پای/