په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو کې له درملتونونو او عمده درمل پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.
خبرځاى زياته کړه: د دغې څارنې پایله کې یې په زیاته اندازه له نېټې تېر او غیر مجاز درمل راټول او دوه درملتونونه او یو عمده پلورنځی له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د درمل پلورونکو ته جدي سپارښتنه وشوه، چې د غیر معیاري درملو له خرڅلاو ډډه وکړي او درمل په مناسبه بیه وپلوري.
د ایرنا د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې یوشمیر درملتونونه مخکې هم د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا وتړل شول.
د پیغام پای/