کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د سرحدونو، قبایلو او اقوامو چارو سرپرست وزیر وايي، اسلامي امارت د شیعه او سني وحدت ټینګول خپله دنده ګڼي.

په کابل کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري په کابل کې د بامیان، ارزګان، غزني، دایکندي او میدان وردګو ولایتونو له یو شمېر شیعه مشرانو سره وکتل.

 قومي سپین ږیرو په خپلو خبرو کې پر ولسي ټینګښت، یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او له قومونو سره پر ښو اړیکو یې د سرپرست حکومت هڅې وستایلې.

دوی د خپلو ولایتونو په اړه ځینې ځایي ستونزې شریکې کړې او ښاغلي نوري څخه یې وغوښتل چې د حل لارې ورته ولټوي.

نوري په دې کتنه کې وویل: اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت دا خپله فریضه ګڼي چې د ولسونو تر مابین د شته اتفاق واګې لا ټینګې کړي او د افغانستان ټول ولسونه پر یوه ټغر.

 نوموړي د افغانستان د شیعه ټولنه د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
 د پیغام پای/