کابل – ایرنا- د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورت لوی ریاست په بغلان ولایت کې د ۱۶ کلنو ځوانانو د فوټسال رمضان جام د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د المپيک، بدني روزنې او سپورت عمومي رياست مسوولينو نن د ګب په ٢٠مه، وويل چې د شپاړس کلنو کم عمره ځوانانو د فوټسال سيالۍ د رمضان جام تر سرليک لاندې د فوټبال فدراسيون د استازي له خوا د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست په همکارۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په ګروپي بڼه د دوو اونيو لپاره د دغه ولايت په مرکز کې پيل شوې.

 د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د امید هدایت او آرین اف سي لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پایله کې امید هدایت د ۶-۵ ګولونو په توپیر سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

 د ایرنا د خبر له مخې، د رمضان جام د لوبو سیالۍ هم په همدې اونۍ کې په دایکندي، بامیان او بدخشان ولایتونو کې پیل شوې.
 د پیغام پای/