کابل – ایرنا- د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل: موږ وړاندیز کړی چې په سرپل کې د امامزاده یحیی د مزار پاتې چارې دې بیا پیل شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالغفار حقیار نن چهارشنبه د کب په ٨ مه وویل: د «امام خورد» زیارت ته چې د امام یحیی علیه السلام د زیارت په نوم یادیږي، زرګونه سیلانیان راځي؛ تر دې دمه د دې پروژې ۷۰ سلنه د بیارغونې چارې بشپړې شوي او وزارت ته مو وړاندیز کړی چې پاتې کارونه یې هم پیل کړي.

 په ورته وخت کې يو شمېر فرهنګي فعالان هم د دغه آبده د بيارغونې غوښتنه کوي او وايي چې دغه تاريخي آبده د تاريخ او ګرځندوى له پلوه ډېر اهميت لري.

 د ایرنا د راپور له مخې، د امامزاده یحیی بن زید زیارت د سرپل ښار ختیځ ته په ۱۵۰۰ مترۍ کې پروت دی، امامزاده یحیی بن زید په افغانستان کې تر ټولو مهم امام زاده دی چې د یوه واسطه له لارې له څلورم امام سره تړلی دی.
 د پیغام پای/