په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه د کب ۸ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: دا مهال په هېواد کې د ۸۴ تلویزیونونو، ۲۷۳ راډیوګان، ۵۷ خبري اژانسونو او ۵۲ چاپي رسنیو په ګډون ۴۷۰ رسنۍ فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه: په تېرو درې نیمو کلونو کې زیات شمېر رسنۍ فعالې شوې، خو د هغو رسنیو فعالیت چې له بهر څخه تمویل کېده، درول شوي دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د آفاق خبري اژانس تر نامه لاندې نوې خبري آژانس پرون خپل نشرات پیل کړل.
د پیغام پای/