په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې نن پنجشنبه د کب په دویمه په کابل کې د یو شمېر لویو خیریه او سوداګریزو پروژو او همدارنګه د عزیزي ګروپ د تعلیمي موسسو د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل: په ټول افغانستان کې امنیت تامین شوی او د سترو اقتصادي پروژو عملي کار روان دی.
هغه د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل، په ټول هېواد کې امنیت تأمین او د لویو اقتصادي پروژو عملي چارې روانې دي او ورځ تر بلې له هېوادونو سره سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې پراخېږي چې په راتلونکي کې به نور ښه زیري هم ولرو.
د ملا برادر په وینا، اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ارثي اصل دی چې په هر حالت کې به دوام ولري.
ملا برادر نړيواله ټولنه وباله او ويې ويل: اقتصادي او سیاسي فشارونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي. د نړۍ په تاریخ کې ثابته شوې ده چې فشارونه تعامل او اړیکو ته لار نه هواروي، دا چاره ملتونه او هېوادونه نور هم سره لیرې کوي او له ټولو څخه د مناسبو اړیکو اصلي مسیر پاتې کېږي
د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لوېدیځو هېوادونو پر افغانستان نوي سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
د ایرنا په وینا، عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تداوۍ ۴۰۰بستریز معیاري روغتون، د مور او ماشوم د خوندیتوب لپاره ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسېنګ انسټېټیوټ، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل کړې.
د پیغام پای/