په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان نن پنجشنبه د سلواغه په ۲۵مه وویل: یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې وزارت ته ننوځي، هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
ده زياته کړه: د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د کمال افغان په وینا، دا پېښه یو ځانمرګی برید و.
د ایرنا د راپور له مخې، دوه ورځې مخکې په کندز ولایت کې د داعش له خوا په یوه ځانمرګي برید کې ۱۲ کسان مړه او ژوبل شول.
د پیغام پای/