کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د دفتر رییس وویل: د غزې مسلمانان به هیڅکله خپل هویت له لاسه ورنکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دفتر رییس عبدالله عزام نن سه شنبه د سلواغه ۲۳ مه په غزه کې د یهودي اشغالګرو جنایتونو ته په اشارې سره په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي: که څه هم په غزه کې د یهودي غاصبینو وحشتونه ناقابل زغم دي، خو باوري یم چې د غزې مسلمانان د خپلې خاورې د پرېښودلو حساسیت ته بشپړ متوجه دي.

هغه زیاته کړه: که چیرې دوی هر ځای ته انتقال شي، د تل لپاره به مهاجر او له خپل هویت څخه بې برخې وي. غزه د دوی د هویت او مقدس مقاومت سمبول دی.  د حکومت دغه سرپرست وویل: موږ هم د هجرت ترخه موږ څکلي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د خلکو د ځای پر ځای کولو پلان په لاره اچولی دی چې له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د پیغام پای/