هرات- ایرنا- د نیمروز والي د دغه ولایت له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د انساني قاچاقبران موټرونه ضبط او عدلي ارګانونو ته یې وسپاري.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد د انساني قاچاق مخنيوي بهير په اړه د امنيه قومندان عبد الظاهر مدثر په ګډون د دې ولايت د ټولو امنيتي ارګانونو له مسولينو سره غونډه وکړه.

 امنيتي مسولينو د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې خپل کاري راپور له نيمروز والي سره شریک کړ او په دې تړاو ترسره شويو اقداماتو په اړه يې ښاغلي خالد ته معلومات ورکړل.

 د نیمروز والي د دوى راپورونه مثبت وارزول او د انساني قاچاق مخنيوي په برخه کې يې د امنيتي ارګانونو کارنامى وستايلې.

همداراز د نيمروز والي د انساني قاچاق مخنيوي پروسې په اړه درې ګونو امنيتي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې او دوى سپارښتنه وکړه چې د قاچاقبرو موټر ضبط او خپله قاچاقبران قضايي ارګان ته وسپاري.

 په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په نيمروز ولايت کې د انساني چاقاق مخنيوي په برخه کې به ټولې امارتي ادارې سره همغږې او د دې شومې پديدې مخنيوي لپاره هر ډول همکاريو ته ژمنې وي.

د پیغام پای/