په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت جنرال قونسل علی رضا احمدی نن شنبه د سلواغه ٢٠مه په مزارشریف کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۶ کلیزې د نمانځلو په مناسبت په یوه خبری کانفرنس کې وویل: نړیواله بیدارۍ، عدم تسلط، استقامت او ولاړ پاتې کیدل د مستضعفاتو او اسلامي هیوادونو لپاره د ایران د اسلامي انقلاب پیغام او درس دی.
احمدي د دې په بیانولو سره چې ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له حکم سره سم له افغانستان سره په اعظمي تعامل ټینګار کوي، څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د معظم رهبر، له افغان ملت سره د اعظمي تعامل پالیسي د اجنډا په سر کې ده او باور لري چې د سیمې ستونزې باید د سیمې د هیوادونو له خوا حل شي.
هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو سیاستونو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوی چې له سولې او ثبات سره مرسته کوی.
احمدي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې څرګنده کړه: له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د ایران د اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی او په دې برخه کې د ګډ سوداګریز نندارتون د ژر تر ژره د جوړولو لپاره مشورې او هڅې دوام لري.
احمدي د اسلامي انقلاب لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل: د امام خميني (ره) په مشرۍ له اسلامي انقلاب وروسته د ايران هېواد او ملت د ټکنالوژۍ، د ښځو او نارينه و د ښوونې او روزنې، اقتصاد، د ښځو او اقلیتونو د حقوقو، د ګاونډيو هېوادونو ترمېنځ د سولې، يووالي او سيمه ييزې يووالي په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د روان کال د سلواغه د ۲۲مه نیټه د ایت الله سید روح الله خمینی (ره) په مشرۍ د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.
د پیغام پای/