په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبه د مرغومی په ۲۰مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره وليدل.
خبرپاڼه زیاتوي: په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمهييزو مسايلو خبرې اترې وکړې.
همدارنګه متقي له اماراتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې راشي او افغان حکومت چمتو دی چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په دې هم موافقه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره به منظم کار ته دوام ورکوي او د شویو موافقو تعقیب به کوي.
د پیغام پای/