کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت کابل ته د روسیې فدراتیف د چچن جمهوریت د فرهنګي پلاوي د سفر خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا د خبری آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وویل ددغه وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي د روسیې فدراتیف د چچن جمهوریت له پلاوي سره چې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ مشر جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د قومونو شورا معاون کابل ته د کلتوري مسائلو پر سر د خبرو او د افغانستان تاریخي او کلتوري ځایونو د لیدنې په موخه راغلي، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې لیدنه وکړه.

 عمروف د افغانستان له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان او چچن جمهوریت ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. همدارنګه، هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او دا یې د اړیکو د ټينګښت او پراختیا په برخه کې مهم وګڼل.

 عزيزي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو پرمهال زياته کړه: افغانستان ته د دغه ډول علمي او فرهنګي پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا سبب شي.

 د پیغام پای/