په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو یکشنبه د مرغومی ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د سرپل له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره په کابل کې ولیدل.
د سرپل والي د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې د سلطان ابراهیم بند پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د سرپل والي ته ډاډ ورکړ چې د هېواد په محرومو او لرې پرتو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو پلي کول چې سرپل ولایت هم په دغه کټګورۍ کې شامل دی، د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
ده زیاته کړه: د دغه وزارت له لوري اړینې هڅې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر په نوموړي ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د پلي کولو لپاره زمینه چمتو او چارې یې پیل شي.
د ایرنا په وینا، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند په اړه په ۲۰۰۸ کال کې د یوې هندي کمپنۍ له خوا د تخنیکي سروې له مخې، دا په ډاګه کوي چې دغه بند د ۵۵ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري او پر جوړېدو یې ۳۷ میلیونه ډالره لګښت راځي.
د پیغام پای/