په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو نن یکشنبه د مرغومی په ۱۶مه د دغه سازمان په ایکس پاڼه کې ولیکل: په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو او د جګړو چاودېدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل یا ټپیان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: تيرکال يونيسف څه دپاسه درې ميليونه ماشومانو ته د چاوديدونکو توکو د خطرونو په باب درس ورکړى و چې په هغو کې يې د پيژندلو، مخنيوي او راپور ورکولو څرنګوالى شامل وو.
د ایرنا په وینا، تر دې مخکې یوناما هم ویلي وو، چې له څو لسیزو جګړو وروسته لا هم افغانستان د ناچاودو ماینونو له امله زیانمن شوی او ماشومان یې اصلي قربانیان دي.
د پیغام پای/