کابل- ایرنا- د ایران او هند د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو د افغانستان له بیارغونې او اقتصادي پراختیا سره پر خپلو مرستو ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ویکرام مصري سره د چابهار بندر، د کرنې د همکاریو، اقتصادي او کلتوري اړیکو په نولسمه مشورتي غونډه کې خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په ملاتړ کې د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار وکړ.

 د اقتصادي چارو کارپوهان د چابهار بندر له بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو لپاره یو له مهمو بندرونو څخه بولي او له نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیل لاره ګڼي.

د ایرنا په وینا، چابهار بندر د افغانستان تر ټولو ښه اقتصادي سوداګریزه لار ده، چې ګرمو اوبو ته ور اوړي.

 د پیغام پای/