کابل – ایرنا – د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې یو شمېر ملکي وګړي او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس خبریال وویل چي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې بمبارۍ کې ملکي وګړي، چې ډېری یې د وزیرستان کډوال وو، په نښه شوي او همدارنګه یو شمېر ماشومان او ملکي وګړي هم په کې شهیدان او ټپیان شوي دي.

  د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده خپره کړې.

  د دې بریدونو په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه پر اساس، د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي او د دې بریدونو ټول قربانیان د ملکي وګړو په ګډون ماشومان او ښځې دي.

  بلخوا پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه شوي دي. د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت دغه برید یو بزدلانه عمل بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا بریدونه بې ځوابه پاتې نه شي.

  د ایرنا د راپور له مخې، پاکستان تل د افغانستان پر سرپرست حکومت تور پورې کړی چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي.
  د پیغام پای /