کابل- ایرنا- ترکي رسنیو افغانستان ته د څه باندې ۷۰۰ ټنو بشري مرستو د لېږلو خبر ورکړی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، ترکي رسنیو نن سه‌شنبه د مرغومی ۴مه خبر ورکړ چې د ترکیې د ترانسپورت وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د مرستو ۲۱مه بیړۍ چې ۷۲۳.۸ ټنه بشري مرستې په ۵۱ واګونونو کې بار دي، د اوسپني پټلۍ له لارې افغانستان ته استول شوې دي.

په دې مرستو کې ٤ زره خیمې، ٤٣ زره کمپل، ٥ زره د پخلنځي لوښي او ١٠ زره خوراکي کڅوړې چې اوړه، جامې او روغتیايي لري، پکې شامل دي.

 د پیغام پای/