په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ٤٠ مسافر وړونکو موټرو د فعالیت مخه نیول شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: دغه موټر د تخنيکي ستونزو له امله درول شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت دغه اقدام په داسې حال کې وکړ چې، تیره اونۍ د غزني ولایت د کابل-کندهار په لویه لاره د دوو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکو موټرو د دوو ګازو د ټانکرونو د ټکر له امله ۵۲ تنه ووژل شول او ۸۰ تنه نور ژوبل شول.
د پیغام پای/