هرات- ایرنا- د هرات والي په دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین نوی پړاو افتتاح کړ او ټاکل شوې چې دغه کمپاین سبا پیل شي.

 په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، نن یکشنبه د مرغومی ۲ مه په هرات کې د هرات والي، دولتي چارواکو او روغتیايي چارواکو د پولیو د واکسین د کمپاین نوی پړاو پرانیست.

د دغه کمپاين د پرانستلو په مراسمو کې د هرات والي مولانا اسلام جار په هرات کې د پوليو ويروس د منفي محيطي سمپل په خاطر د روغتيايي مسوولينو او د پوليو د له منځه وړلو د ټيم له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ، د پوليو ويروس پر وړاندې جدي مبارزه د دغه ولايت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلله او له دغه ويروس سره د مبارزې په برخه کې يې د اړوندو ادارو پر لا زياتې پاملرنې ټينګار وکړ.

د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې په دې موده کې په انجیل ښار او ولسوالیو کې ۳۰۴ زره او ۳۷۷ له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په نښه شوي چې د پولیو ضد واکسین به ترلاسه وکړي.

د ایرنا په وینا، دغه کمپاين به سبا دوشنبه د مرغومی د مياشتې په درېيمه نېټه په انجيل ښار او ولسوالۍ کې پيل او څلور ورځې به دوام وکړي.

د پیغام پای/